عمران خان د افغانستان سوله د سیمې د ثبات لپاره مهمه بولي

روهي( یوه نۍ/ ۶ د تلې)، د پاکستان لومړي وزیر تازه په یوه لیکنه کې په افغانستان کې سوله د سیمي د امنیت په مانا ګڼلې ده؛ د نوموړي په وینا، پاکستان په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې پوره هڅه کوي او د ټولو په ګټه ده.
 
نوموړي د لیکنې په یوه برخه کې لیکلي پاکستان د امریکا په څېر نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه اوږده شي؛ بلکې د جګړې د ژر تر ژره ختميدو په هڅه کې دی.
 
عمران خان زیاته کړې، په افغانستان کې روانه جګړه یواځې د خبرو له لارې ختمیدلی شي او یو ځل بیا یې دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.