په کونړ کې د طالبانو والي ووژل شو

ناټو خبر ورکوي، چې دوی په خپلو عملياتو کې د کونړ لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالرحيم له دريو نورو وسله والو سره وژلی دی. مولوي عبدالرحيم دکوړانګل د عملياتو له امله ، چې امريکايان يې له دغې درې څخه وتو ته مجبور کړي و، مشور و. طالبانو د ناټو د ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.