د مرکچي پلاوو ترمنځ ناستې ځنډیدلې دي

روهي( نۍ/ ۵ د تلې )، له دوو اونیو تېریدو وروسته هم د دواړو ډلو ترمنځ د کړنلارې په سر هوکړه نه ده شوې؛ او ویل کیږي چې نن شنبه هم دواړه ډلې له یو بل سره ناسته نه لري، خو د افغان مرکچي پلاوي غړي شریفه زرمتۍ دا خبره لا وخت وړاندې ده.

د راپورنو پر بنسټ د طالبانو مرکچي پلاوي ځیني سرچینې وايي، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی  د بېلابېلو ډلو استازیتوب کوي، په یوه خوله نه دي او د پریکړو صلاحیت نه لري، چې همدا علت دی څو خبرې وځنډيږي.
 
خو په قطر کې د نن ورځې د ناستې ځنډیدو په اړه د افغان مرکچي پلاوي غړي شریفه زرمتۍ وايي دا لا له وخت وړاندې چې په اخیرو ورځو کې ډیری ناستې د ورځې په وروستیو کې شوې دي؛ او په خبره یې د افغان حکومت مرکچي پلاوي ته ولسمشر غني پرته له هغو موضوعاتو چې په اړه به يې افغان ولس پریکړه کوي د پریکړو بشپړ صلاحیت ورکړی.
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم وايي د افغان حکومت مرکچي پلاوی په پریکړو کې بشپړ صلاحیت لري او خبرو پرمهال له پوره واک برخمن دي ترڅو د افغان ولس ريښتني غوښتنې مخې ته کړي.
 
د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د افغان سولې خبرو په تړاو د سپمټبر په ۱۱مه د قطر په دوحه کې سره مخ شول خو له تېرو دوو اونیو خبرو سره سره هم د کړنلارې په سر هوکړې ته نه دي سره راسیدلي.