
روهي (نۍ/ ۵ د تلې)، د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وایي، نن یې په ټول هېواد کې د ۲۵۹ پرمختیایي پروژو تړونونه لاسلیک کړل چې ۲ مېلیارده ۱۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وایي له یادو پروژو به په لومړي ځل د کوچیانو لپاره هم ۱۰۷ پروژې پېل شي.
د وزارت په خبره، نویو پروژو کې پلونه، سړکونه، ویالې، استنادي دیوالونه، کریزونه او د څښاک اوبو ترڅنګ ځیني نورې پروژې هم شاملې دي؛ او د یو نیم مېلیون هېوادوالو لپاره د ګټې اخیستنې ترڅنګ به ګڼو کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200926_141040_611.sdoc-->