افغانستان او پاکستان دسولې جرګې پر جوړېدو موافقه کړې

په هغو کتنو کې چې د افغانستان د سولې شورا هيئت له پاکستاني چارواکو سره درلودل ، په نږدې مياشتوکې د سولې د يوې جرګې پر جوړولو موافقه شوې ده. په خبرو کې دواړو لوريو همداراز په ترکيه کې د طالبانو د سياسي نماينده ګۍ پر پرانيستلو هم سلا شوي دي. په ترکيه کې د طالبانو د سياسي نماينده ګۍ د پرانيستلو خبره لومړی ځل ولسمشر کرزي ترکيې ته د خپل سفر پر مهال طرحه کړه.