ولسمشر غني د لویې جرګې خیمه کې د ډاکټر نجیب الله د تلین نمانځې امر کړی

روهي ( جمعه/ ۴ د تلې)، ټاکل شوې وه، د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله ۲۴ تلین سبا د تلې میاشتې په ۵ د لویې جرګې په تالار کې نمانځل شوی وای، خو د ګڼو تنظیمي مخالفتونو وروسته نن ددې مراسمو د لغوه کیدو اعلان وشو.

خو اوس تازه داسې ویل کیږي چې ولسمشر غني د لویې جرګې تالار کې د شهید نجیب د ۲۴م تلین د نمانځلو امر وکړ.

په داسې حال کې چې لومړي ځل د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د تلین په پار د لویو مراسمو تابیا نیول شوې وه، په لغوه کیدو یې د ټولنیزو رسنیو پر مخ ګڼ غبرګونونه راپورته شوې دي.