ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي

روهي(جمعه/ ۴ د تلې)، پاکستان وایي په افغانستان کې د اروبند ټینګیدو غوښتنه کوي؛ ولسمشر غني نن له عمران سره ټلیفوني خبرې کړې دي


ارګ وایي ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر نن د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو، افغان سوله او د اوربند په ټینګښت ټلیفوني خبرې کړې دي.


د ارګ له قوله، چې د دواړو هېوادونو مشرانو یو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړی، او ولسمشر غني له عمران خان غوښتې چې کابل ته سفر وکړي.


د پاکستان لومړي وزیر عمران ویلې، په افغانستان د اروبند د ټینګښت ملاتړ کوي او ژر به کابل ته سفر وکړي.