د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ پرون په کابل کې پیل شوې

روهي(ټول نۍ/ ۴ د تلې)، په کابل کې د افغانستان فوټبال غوره لیګ لومړی لوبه چې د طوفان هریرود او آباسین څپې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د طوفان هریرود لوبډلې د ۱-۰ صفر په توپیر پکې بریا خپله کړه.


په سیالۍ کې د طوفان هریرود لپاره د بریا یواځینی ګول رحمت الله خیرخواه، ترسره کړ؛ د آباسین څپې لوبغاړي وایي سیالیو ته یې مناست تمرینات نه و کړې، خو په راتلونکي کې به په خپلو لوبو کې تغیرات راولي.


د افغانستان فوټبال غوره لیګ چې د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوی د اکټوبر تر ۱۹ نیټې به دوام ولري.


د سیالیو پر دوام به نن د شاهین آسمایي لوبډله د میوند اتلانو خلاف لوبه ترسره کوي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200925_095159_732.sdoc-->