روهي (پنځه نۍ/۳ د تلې)، د مريم درانۍ په نوم يوې کندهارۍ د ښځو حقونو فعالې په دغه ولايت کې د ميرمنو لپاره ورزشي کلپ پرانېستی دی. نوموړې له څو کالونو راهيسې د ښځو د حقونو برخه کې فعاليت کوي.
مريم درانۍ د خپل فعاليت په اړه دويچه ويله پښتو ته ويلي دي، "د ښځو غبرگون ډېر مثبت وو ځکه چې دوی دې [د ورزش کلب] ته اړتيا لرله. خو کوم څه چې ډېره وځورولم هغه د نارينه وو غبرگون وو. هغوی زموږ د کلب په اړه ډېر منفي غبرگون وښود او آن زما سپکاوی یې وکړ، ځکه فکر یې کاوه چې زموږ د سپورت دا کلب د شريعت سره په ټکر کې دی."
دغه افغان ميرمنې ته په ۲۰۱۲م کال کې د خپلو هلو ځلو له کبله د امريکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ميرمن ميشل اوباما له خوا «د ښځو د زړورتيا» مډال هم ورکړل شوې وو.
وروستي