ډاکټر نجيب ته يې د افغانستان قصاب ويلي؛ يو شمېر جهادي ګوندونو په يوې ګډې خبرپاڼې کې د ډاکټر نجيب الله د مړينې له تلين غونډې سره سخت مخالفت ښوودلی 

روهي (پنځه نۍ/۳ د تلې)، افغانستان کې يو يو شمېر سياسي - جهادي ګوندونو د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د مړينې له تلين غونډې سره مخالفت ښوودلی دی او حکومت ته يې خبرداری ورکړی دی چې د دغه ډول لمانځ غونډو مخه دې ونېسي. 

ياده خبرپاڼه کې له لسو زياتو کسانو د يو شمېر جهادي ګوندونو په استازېتوب لاسليکونه کړي دي او خبرداری يې ورکړی دی چې د نجيب ملاتړي او حکومت دې د دغه ډول غونډو لاس واخلي. 

د اعلاميې په يوې برخې کې ويل شوي دي چې له بدمرغه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د نجيب پلاويانو ته اجازه ورکړل شوې ده، چې د لويې جرګې په تالار کې د ډاکټر نجيب د مړينې کليزه ولمانځي. 

د جهادي ګوندونو استازو لېکلي دي چې د نجيب د مړينې ورځې لمانځ غونډه د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی او د افغانستان د خلکو د جهاد قربانيو ته سپکاوی دی. 
 


ټاکل شوې ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ چې د تلې مياشتې پنځمه نېټه کيږي د لويې جرګې په تالار کې د ډاکټر نجيب الله د مړينې کليزه ولمانځل شي.