ولسمشر غني په افغانستان کې د پاکستان او ډنمارک نویو سفیرانو باور لیکونه ومنل

روهي( پنځه نۍ/۳ د تلې)، ولشمسر محمد اشرف غني نن په افغانستان کې د پاکستان نوي سفیر منصور احمد خان او ډنمارک سفیرې میټي کونډسن باور لیکونه ومنل.


ارګ په خپره کړې خبرپانه کې ویلې، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پاکستان سفیر وویل چې دنده به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د دواړو غاړو ترمنځ د سوداګرۍ او خلکو تګ راتګ لپاره د اسانتیاو رامنځته کول وي.


بلخوا په کابل کې د ډنمارک نوي سفیرې ویلې، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې راوستو او تېرو نولسو کالونو لاسته راړونو ساتلو ساتلو ته ژمن او لا پراختیا په هڅه کې دی.


ارګ زیاتوي، چې ولسمشر غني د دواړو هېوادونو سره د ښو اړیکو او یو بل نه د همکارۍ غوښتنه کړې؛ او له پاکستان څخه یې د اړیکو او سوداګرۍ پراختیا ترڅنګ د افغان ګډوالو په تګ راتګ کې د اسانتیاو رامنځته کیدو کې د همکارۍ هیله څرګنده کړې ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200924_152056_286.sdoc-->