عبدالله عبدالله: طالبان په ورته وخت کې د سولې خبرې او تاوتريخوالی کوي؛ دا يې تېروتنه ده

روهي (پنځه نۍ/ ۳ د تلې)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې قطر کې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې روانې خو په ورته وخت کې د طالبانو له خوا د جګړې شدت تېروتنه ده.
 
که څه هم حکومت د جکړې د زياتوالي پړه پر طالبانو اچوي خو بیا طالبان حکومت تورنوي چې تاوتريخوالی يې جګړه يې زياته کړې.
 
عبدالله عبدالله له آناتولي رسنۍ سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي دي چې له طالبانو سره خبرې به يوې مثبتې پايلې ته ورسيږي.

د مصالحې عالي شورا مشر وايي چې که څه هم د بین الافغاني خبرو پر مهال به ستونزې شتون ولري، خو بیا هم هیلې شته دي چې حکومت او طالبان به يوې مثبتې او مطلوبې پايلې ته سره ورسيږي.
 
عبدالله عبدالله دا مني چې اوس مهال اختلافي موارد شتون لري خو د خبرو په مېز به دا هر څه سره بحث شي.
 
د افغان حکومت او طالبان مرکچي پلاوي له تیرو دوه اونیو په خبرو بوخت دي، خو تر اوسه پر کومې مسالې هوکړه نه ده کړې. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200924_090140_593.sdocx-->