سعودي عربستان وایي ایران دې په سیمه کې له ترهګریزو فعالیتونو را وګرځول شي کنه له سخت غبرګون سره به یې مخ شي

روهي( څلور نۍ/ ۳ د تلې)، د سعوي عربستان پادشاه وایي ایران او ملګري یې په ترهګریزو پېښو او فعالیتونو کې لاس لري؛ ملک سلمان چې د د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته یې په خپل ویډیويي پیغام کې خبرې کولې وویل، ایران د نړیوالو سره د اټومي په ګټه په سیمه کې د خپلو ترهګریزو بریدونه لپاره ګټه اخلي.


ملک سلمان اندېښنه څرګنده کړې چې که ایران د خپلو غېر قانوني کړنو او ترهګریزو فعالیتونو را ونه ګرځول شي، نو د سیمې او نړۍ امنیت لپاره به ستر ګواښ پېښ کړي.


نوموړي په نړیوالو غږ کړی چې ایران دې د اټومي وسلو را وګرځوي؛ او خبرادری یې ورکړی که د ایران لخوا سعودي عربستان او ملګرو ته یې خطر پېښ شي، نو د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200924_082842_293.sdoc-->