د ناټو غړي هېوادونه وایي افغانستان کې پاتې کیدل یې په شرایطو پورې تړلې دي

روهي(څلور نۍ/۲ تله)، ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو چې د ځینو مهمو مسایلو په اړه یې انلاین کنفرانس ته خبرې کولې ویلې، چې افغانستان کې پاتې کیدل یې شرایطو پورې تړلې دي.


غونډه چې د نړیوال امنیت او ځینو نورو مسایلو په تړاو جوړه شوې وه، یو ځل بیا د ناټو په یوالي او نورو سره په همکارۍ ټینګار وشو.


ناټو وایي افغانستان کې د ځواکونو حضور او له دې هېواده د سرتېرو ایستل به یې حالاتو ته په کتو کیږي؛ خو وایي د ترهګرۍ ضد مبارزې ته به دوام ورکوي.