3 ميليونه امريکايان په فقر کې ژوند کوي

 په امريکا کې نوې سروې ښيي چې د دغه هېواد په کليوالو سيمو کې فقر ډېر لوړ شوی او شاوخوا 15 په سلو کې د امريکې خلک په فقر کې ژوند کوي. په 2009 کال کې د امريکې د فقيرو وګړو شمېر 43.6 ميليونو ته ورسېد، چې له هغو څخه 19 ميليونه يې په سخت فقر کې ژوند کوي. سروې همداراز څرګندوي چې دهرو پنځو امريکايي ماشومانو څخه يو تن يې په فقر کې ژوند کوي ، چې د هغوی نيمايي بيا سخت فقيران دي.  د فقر دا کچه له 1994 کال راهيسې بې سابقې ده. په امريکا کې د فقر له زياتوالي سره يقيناً د  امريکې د پخواني ولسمشر جورج بوش جنګي پاليسيو ، چې پر افغانستان او عراق يې بريدونه وکړل ، ډېره مرسته کړی ده. اوس يوازې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لګښتونه د کال 110 ميليارد ډالرو ته رسيږي. که وضعيت همداراز دوام وکړي، يو شمېر کارپوهان وړاندوينه کوي چې ښايي د امريکې امپراتوري په نږدې کلوکې نسکوره شي.