ټرمپ: نړۍ کې سوله غواړو خو داسې سوله چې زمونږ خبره به په کې ځواکمنه وي 

روهي (څلورنۍ/۲ د تلې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د ملګرو ملتونو سازمان د جوړېدو د ۷۵مې کليزې د جوړېد په مناسبت خپلې وينا کې ويلي دي چې هېواد يې نړۍ کې د  سولې ملاتړ کوي. 

ټرمپ ويلي دي چې امريکا نړۍ کې سوله غواړي خو داسې سوله چې له يو لوړ غښتلي دريځ په کې برخمنه وي. ولسمشر ټرمپ پر يوې سوله ييزې نړۍ او په ورته وخت کې د امريکا متحدو ايالتو پر دريځ ټېڼګار کړی دی. 

د متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې دوی به ډېر ژر له افغانستانه خپل پوځيان وباسي. ټرمپ ويلي دي چې هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختموولو بوخت دی.

ولسمشر ټرمپ دوه ورځې وړاندې هم ویلي وو چې طالبان هوښیار او کلک خلک دي، خو دوی هم په افغانستان کې له روانې ۱۹ کلنې جګړې ستړي شوي‌ دي او سوله غواړي.