امريکې د افغان  ځواکونو د روزنې او پراختيا لپاره  20 ميليارد ډالره په پام کې نيولي

 د امريکي پوځي چارواکي وايي، چې دافغان وسله والو ځواکونو د پراختيا او روزنې لپاره د 2010 او 2011 کال لپاره 20 ميليارد ډالره په پام کې نيول شي. د روزنې دغې لړۍ ته به تر 2016 کال پورې دوام ورکړل شي. د يادونې وړ ده چې دا پيسې د امريکې د پخوانيو لګښتونو په پرتله ډېر زيات دي، ځکه چې امريکې له 2003 څخه تر 2009 پورې د افغان ځواکونو د تجهيز او روزنې لپاره ټول ټال 20 ميليارده لګولي وو .