د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر وایي امریکا غېر مسؤولانه کړنې ترسره کوي او دا راته د منلو نه دي

روهي(درې نۍ/۱ تله)، د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز چې د ملګرو ملتونو ۷۵مې کلیزې په مناسبت یې وینا کوله، په خپلو خبرو کې وویل، امریکا په نړۍ د سوداګریزو او وسله والو جګرو ته لمن وهي، او په دې توګه د نړۍ امنیت ته ګواښ دی.


رودریګز امریکا ته په اشارې وویل، چې نړیوال ځواکمن قدرتونه د نړۍ قوانین ګواښي او په دې توګه د نړۍ امنیت ته ستر خطر پیښوي.


نوموړی وایي، امریکا په ټوله نړۍ کې جګړه روانه کړې او په همدې خاطر غواړي له جګړې د خپل ځان لپاره ګټه واخلي.

بلخوا د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر ددې وروستیو څرګندونو په تړاو تر اوسه امریکا کوم غبرګون نه دی ښودلی. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200922_144813_379.sdoc-->