زرداد فريادي سرور دانش ته: د پښتنو مشرانو سپکاوی دې کړی، دا درته ښه ده چې ژر بښنه وغواړې


روهي (درې نۍ/۱ د تلې)، د افغانستان اسلامي ګوند پخواني قوماندان زرداد فريادي د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش هغه خبرو ته چې باميانو ولايت کې يې کړې غبرګون ښودلی او ويلي چې دانش دې ژر له ولس بښنه وغواړي.
 
زرداد فريادي هر فېسبوک ويډيوي پيغام خپور کړی او پر سرور دانش يې غږ کړی چې بامیانو ولایت کې د خپلو کړو خبرو بښنه دې وغواړي او د قومونو ترمنځ له نفاق اچونې دې لاس پر سر شي.
 
فريادي ويلي چې د نوموړې د سپکاوي او تهمت څرګندونې د ټول افغان ولس د ناخوښۍ سبب شوې او په داسې حساس وخت کې دا ډول څرګندونې هېواد د بحران پر لور بيايي.
 
د يادونې چې سرور دانش تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت ناسته کې په خپلې وينا کې ويلي چې احمدشاه بابا او شاه غازي امان الله خان ته درناوی او احترام لري. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200922_031704_519.sdocx-->