د سرور دانش خبرو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون

روهي (درې نۍ/۱ د تلې)، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د تیرې ورځې خبرو ته غبرګون ښوودلی دی. سرور دانش تېره ورځ بامیانو ولایت کې ويلی چې له احمد شاه بابا بيا تر سردار محمد داود خان پوري د افغانستان حکومتونه ميراثي او ديکتاتورانه وو چې د طالبانو امارت سره يې هېڅ توپير نه درلود. 

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د سرور دانش د دغه خبرو په غبرګون کې پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "اعلیحضرت غازی امان الله خان د افغانستان د استقلال گټونکی، آزادي خواه او مترقي پاچا او د مدنیت او روشنفکري سمبول."
 
حامد کرزي په يوې بلې فېسبوکي لیکنې کې دا هم ور زياته کړې چې له سرور دانش سره يې خبرې کړې او نوموړي هغه خبره چې د افغانستان د تاريخ په اړه يې کړې وه اصلاح کړې. 

سرور دانش تېره ورځ بیا ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت ناسته کې وويل، چې د افغانستان بنسټ ایښودونکي احمد شاه دراني او شاه غازي امير امان الله خان ته درناوی او احترام لري.