د ولسمشر کرزي او د امريکا سفير تر منځ ډغرې

 تيره ورځ د امريکا سفير ايکن بيري د جمهوري رياست په ماڼۍ ارګ کې ، له ولسمشر کرزي سره وليدل. د امريکا سفير کرزي ته په ډاګه کړه، چې دوی پرېکړه کړې د امنيتي شرکتونو د پياوړتيا لپاره 25 زره تنه نور ځواکونو هم افغانستان ته وليږي. نوموړي دا څرګندونې په داسې مها ل کړي، چې ولسمشر کرزي د شخصي خصوصي امنيتي شرکتونو د انحلال فرمان ﻻ د تير کال په اګسټ مياشت کې صادر کړی و.
د ځينې رپوټونو له مخې پر دغه مساله باندې د دواړو تر منځ تود بحٍث رامنځته شو او کرزي ايکن بيري ته وويل ، چې موږ د امنيتي شرکتونو د له منځه وړلو فرمان صادر کړی او تاسې غواړئ، چې پنځه ويشت زره نور کسان هم استخدام کړئ. ده غوښتنه وکړه ، چې بايد هڅه وشي افغان امنيتي ځواکونو پياوړي شي او د نورو کسانو استخدام به د دې مانا ولري ، چې تاسې نه غواړئ په افغانستان کې خصوصي شرکتونو له منځه يوسئ.
د يادولو وړ ده، چې له ډېر مودې راهيسې د کرزي او امريکايي چارواکو تر منځ پر مختلفو مسايلو ډغرې وهل کيږي او دا څرګنده نه ده، چې ولسمشر کرزی به له دې امله څه ګټه تر ﻻسه کړي او کنه. څرګنده خو دا ده ، چې کرزی د بهرنيانو په مرسته دې مقام ته رسيدلی او صلاحيت يې تر خپل لومړي مرستيال قسيم فهيم هم لږ دی او بې د دوی له خوښې کوچنی کار هم نشي تر سره کولی. خو کيدی شي غواړي د خپلې جمهوري رياست په وروستۍ دوره کې لږ تر لږه د خپلواکۍ اکټونو تر سره کړي.