امريکا افغانستان ته 1400 تنه نور سرتيري استوي

 د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس پرېکړه کړې ، چې افغانستان ته د سمندري ځواکونو 1400 تنه نور سرتيري واستوي .
د فاکس نيوز خبري رسنۍ د رپوټونو له مخې دا پرېکړه په داسې مهال شوې ، چې له يوې خوا امريکا د ځواکونو د ايستلو پيل ته په روانه مياشت کې ځان چمتو ښودلو ، له همدې امله دې د دې پرېکړې له امله ايرانتيا هم ښودل کيږي.
د رپوټونو پر بنسټ د دغه سرتيرو زياتره برخه به د افغانستان سوېل او په ځانګړې توګه به له کندهار  سره ځای پر ځای شي.