سرور دانش وايي له احمد شاه بابا تر سردار داود خان پوري ټول حکومتونه ديکتاتور وو او د طالبانو امارت سره يې هېڅ توپير نه وو

روهي (دوه نۍ/۳۱ د وږي)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د پښتانو قومونو سدوزيو او محمدزيو قومونو ته سپکاوی کړی او ديکتاتورانه يې بللي دي. دانش وايي چې ۲۳۰ کاله دغه ومونو پر افغانستان حکومت کړی دی او ظالمانه نظامونه يې درلودل. 

نوموړی تېره ورځ له ولسمشر غني سره باميانو ته تللی وو او هلته يې په خپلې وينا کې ويلي دي، چې له احمد شاه بابا نېولې  او بيا تر دواود خان پوري دوه قومونو پر افغانستان حکومت کړی، ظالمانه وو، ديکتاتور وو او د طالبانو امارت سره يې هېڅ توپير نه وو. 

د ولسمشر دويم مرستيال ويلي دي چې په دغه ۲۳۰ کاله کې په قومي ډول حکومتونه وو چې په ميراثي ډول واک ته رسېدلي وو، چا ته يې د ازادۍ اجازه نه ورکوله، مدني حقوق يې تر پښو لاندې کړي وو او واک يې انحصار کړی وو. 

پر ټولنيزو رسنيو د  سرور دانش خبرو سخت غبرګونه راپورته کړی دی او دا په لويه کې د افغانستان پخوانيو ټولواکونو ته سپکاوی بلل شوی دی او په افغانستان کې قومي نفاق ته لمن وهل شمېرل کيږي.