یو ځل بیا د پرمختګ خبرې؛ مرکچي پلاوي وایي ژر به په یوې کړنلارې هوکړه وشي

روهي(دوه نۍ/۳۱وږي)، د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري وایي، چې د دواړو خواوو تماس ډلو پرون مازدیګر ګډه کاري جلسه درلوده.


نادري ددې جلسې په اړه ویلي" دغه جلسه چې څو ساعته یې دوام وکړ، د افغانستان د سولې مذاکراتو پر کاري کړنلاره بحث وشو چې په پایله کې یې د اختلافي مسایلو د حل په برخه کې پرمختګ وشو".


طالبانو او افغان پلاوي دواړو په مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره هیله مندي ښودلې او د خبرو پر دوام یې ټینګار کړی دی.


نادري تازه په خپلو څرګندونو کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې مذاکراتو کاري کړنلاره به‌ ډېر ژر د دواړو خواو لخوا نهايي شي.


ددې تر څنګ د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم وایي چې دواړو لورو یو ځل بیا د غونډو پر تخنیکي مسایلو خبرې کړې دي او تمه ده چې پرمختګونه وشي.