لا هم اختلاف موجود دی؛ خو یو لوری یې هم نه روښانه کوي

روهي(یوه نۍ/۳۰وږي)، په دوحه کې د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي، چې ویل کیږي په ښه فضا کې پر مخ ځي، خو تر اوسه هم د یوې کړنلارې په سر هوکړې ته نه دي رسیدلي.

د معلوماتو په اساس چې دواړه طرفونه په ځینو مسایلو اختلاف لري، خو دا چې د اختلاف اصلي ټکي کوم دي یوه خوا یې هم نه روښانه کوي.

په افغانستان کې د دایمي سولې او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغان مرکچي پلاوي د ځینو غړو ترڅنګ د طالبانو اړخ هم په خبرو کې د پرمختک خبره کوي، چې په وینا یې ژر به رسمي مذاکراتو او اجنډا ته لار هواره شي.

تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي،" د افغانانو ترمنځ خبري یو تاریخي فرصت دی او په دواړو اړخونو یې غږ کړی چې باید له دې شیبې ګټه واخلي"
 
د بین الافغاني مذاکراتو پر دوام تمه وه، چې ژر دواړه خواو په یوې کړنلارې هوکړه کړې وای خو لا هم بحثونه پای ته نه دي راسیدلي.