قطر کې د سولې خبرې؛ چارواکو کندز کې د ولسي وګړو مرګ - ژوبله تائید کړه

روهي(یوه نۍ/۳۰ وږي)، د کندز ولایت ځایي چارواکي مني چې پرون په خان آباد ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو په هوایي برید کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د سیمي ولسي خلک هم وژل شوي.
 
د کندوز د والي ویاند ، عصمت الله مرادي وایي، چې په برید کې د طالبانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي؛ مرادي مني چې په برید کې د ولسي خلکو کورنه هم زیانمن شوې دي، خو په خبره یې استخباراتي ادارو ته یې لارښوونه کړې ترڅو پیښه تر څیړنې لاندې ونیسي.
 
دغه برید چې د نۍ په ورځ له غرمې مخکې د خان آباد ولسوالۍ په نیک پاي سیمه کې شوی، د کندوز اوسیدونکي وایي، د برید هدف په سیمه راټول شوې طالبان و، خو د الوتکو بمبار د عامو خلکو په کور لږیدلی.
 
د ملي دفاع وزارت پرون په یوې خبرپاڼه، کې ټینګار کړی و چې د برید هدف طالبان و؛ او ولسي خلکو ته پکې هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
 
په ورته وخت کې، د هیواد په شمال ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه ایز دفتر په ښکیلو خواو غږ کړی چې د داسې پیښو له تکرار مخنیوی وکړي او د ولسي وګړو ژوند ته دې پام وشي.