رباني: د افغان جګړې يو مهم اړخ جمعيت ګوند دی؛ مونږ طالبانو سره جګړې کړې او مونږ به ورسره سوله کوو

روهي (جمعه/۲۸ د وږي)، د اسلامي جمعيت ګوند اوسنی جنجالي مشر صلاح الدين رباني وايي چې د طالبانو پر وړاندې جګړې کې  جمعيت ګوند يو مهم اړخ دی چې باید د سولې خبرو کې هم شامل شي.
 
نوموړي نن کابل کې د خپل پلار؛ برهان الدين رباني د مړينې په ۹م تلين غونډه کې وینا کوله او ويلي چې افغان جګړه څو اړخیزه ده.
 
رباني وايي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو ستونزې نه حليږي او نه جګړه پای ته رسيږي، ترڅو چې جمعیت ګوند د سولې خبرو کې شامل شوی نه وي.
 
صلاح الدين رباني په ظاهره د سولې پلاوی دی خو په هغه صورت کې چې دوی ته برخه ورنه کړل شي، سولې خبرو سره مخالفت ښيي.
 
صلاح الدين رباني دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې د سولې مدیریت د جمعيت ګوند مخکښ غړي عبدالله عبدالله ته سپارل شوی او همدا د افغان حکومت د سولې په مرکچي پلاوي کې ډېری د جمعيت ګوند غړي شتون لري. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200918_152132_829.sdocx-->