مايک پمپيو: طالب مشرانو ته مې ويلي چې تاوتریخوالي کم کړي

روهي (درې نۍ/۲۵ د وږي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي چې دوحه کې طالب مشرانو سره په لیدنه کې يي له دوی غوښتي دي چې تاوتريخوالی کم کړي.
نوموړي دا هم ويلي دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په دې پوري تړلي دي چې طالبان د القاعده په شمول او نورو ډلو سره اړیکې پرې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر کې د سولې خبرو په تړاو څرګنده کړې ده چې دغه خبرې په سمه لار روانې دي او واشنګټن به افغانستان کې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال پسرلي پورې  خپل پوځي شتون صفر ته ورسوي.
پمپيو دا خبرې په داسې مهال کړې، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. 
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200915_142452_042.sdocx-->