احدي او معنوي هم په کې شامل دي؛ ولسمشر غني د عبدالله عبدالله له خوا لس نوماند وزيران رسماً معرفي کړل


روهي (دوه نۍ/۲۴ د وږي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې د نویو نوماند وزیرانود معرفي په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ولسمشر د فرمان پر بنسټ، فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، قدرت الله ذکي د ترانسپورټ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو د نوماند او سرپرست وزیر، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، انوارالحق احدي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، مېرمن معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې، عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر او مېرمن کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې په توګه، وټاکل شول.

یادو ټولو نوماند وزیرانو د جمهوررئیس او د دولت له رهبرۍ د مننې ترڅنګ خپلې برنامې تشریح کړې او ژمنه یې وکړه چې د یو واحد ټیم په توګه به خلکو ته خدمت کوي او په لا ښه ډول د چارو د ترسره کولو لپاره به پخپلو کاري سیستمونو کې تحرک رامنځته کړي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200914_193655_321.sdoc-->