د سولې خبرو په درشل کې؛ صالح یيا پر طالبانو توندې نيوکې کړې


روهي (دوه نۍ/۲۴ د وږي)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح دوحه کې د بين الافغاني خبرو په لړ کې پر طالبانو بيا سختې نیوکې کړې دي.

امرالله صالح څو ساعته وړاندې پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې ښارونو کې خلک له طالبانو کرکه کوي او کليو کې هم خلک په دې لټه کې دي چې د طالبانو له سلطې ځان خلاص کړي‌.

نوموړي د طالبانو په اړه دا ادعا هم کړې ده، چې اقتصادي نظام يې د نشه يي توکو پر قاچاق او کر او همدا ډول د زکات پيسو پر اخېستو ولاړ دی.

صالح لیکي چې افغان پوځ کې خلک په دواطلب ډول دندې کوي، هېڅ سرتيری تسليم شوی نه دی او تر وروستۍ سلګۍ يې مبارزه کړې.

د ولسمشر لومړي مرستيال دا هم زياته کړې، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت کې وګري د خپلو حقوقو ويلی شي او غوښتنه يې کوي خو د طالبانو په ليکو کې داسې څه شتون نه لري.

امرالله صالح لیکي چې افغان حکومت د قانون اړوند طالبان زندان ته اچوي خو طالبان بيا حکومتي کسان ساراګانو کې په ډزو وژني.

د ولسمشر لومړي مرستيال له دې وړاندې هم له طلوع نيوز سره په يوې ځانګړې مرکې کې پر طالبانو توندې نيوکې کړې وې او ویلي چې د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه نه بلکې د يو عادي کس په ډول طالبانو سره سوله نه کوي او د طالبانو حکومت کې له دندې لاس په سر کيږي.

له يادو خبرو دوه ورځې وروسته کابل کې د امرالله صالح د موټرونو پر کاروان برید وشو خو طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړل.

د شنونکو په اند د بین الافغاني خبرو په دې ګرم بهير حکومت او طالبانو ته په کار نه ده چې پارونکې خبرې وکړي. 
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200914_143843_031.sdoc-->