پرون په افغانستان کې د ناټو درې سرتېري ووژل شول

په افغانستان کې د ناټو مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې پرون يې په افغانستان کې درې سرتېري په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي. خبر وايي، چې دوه سرتېري يې د افغانستان په ختيځ کې وژل شوي ، خو د پېښې دقيق ځای او د وژل شويو هويت يې نه دی په ډاګه کړی. په روان ميلادي کال کې د ناټو د مړو شمېر له دغو تلفاتو سره شپږو ته ورسېد.