د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي کې د نورو سياسي څېرو ترڅنګ د ځوانانو برخه کې د يو شمېر سياسي څېرو زامن هم شامل دي. باتور دوستم د عبدالرشيد دوستم او خالد نور د عطامحمد نور زامن دي چې د افغان ولس په استازیتوب دوحه کې له طالبانو سره د سولې او د تېرو ۱۹ کالونو لاس ته راوړونو برخه کې خبرې کوي.
تېره ورځ دوحه کې د بین الافغاني خبرو د لومړنۍ او پيليزې ناستې په څنډو کې خبریالانو د افغان حکومت او طالبانو استازي وغږول؛ د سولې لپاره د دوی هيلو، وړاندیزونو او موخو په اړه يې ترې وپوښتل.
يو طالب خبريال د عبدالرشيد دوستم زوی باتور دوستم سره خبرې کولې. د نورو کسانو د مرکو ترڅنګ د باتور دوستم خبرې ډیرې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې او لاندې مسايل په کې موندل شوي دي.
۱- د دوستم زوی په پښتو ژبه خبرې نه شوې کولی او له خبريال يې وغوښتل چې په دري ژبه ورسره خبرې وکړي. په داسې حال کې چې باتور دوستم تنها د ازبکانو په استازیتوب نه بلکې د ستر افغان ولس په استازیتوب هلته تللی دی.
۲- باتور دوستم په دري ژبه هم د خبرو تمرکز نه درلود. ويې نه شول کول چې د يوې سياسي څېرې په ډول او د حکومت د استازي په حيث اغېز لرونکي ځوابونه ووايي.
۳- باتور دوستم د خبرو تمرکز نه درلود او داسې ښکارېده چې دی هېڅ له دې خبر نه دی چې له تېرو ۱۹ کالونو افغانستان کې څه روان دي او څه به کېږي؟
۴- د عبدالرشيد دوستم زوی د هېواد د استازي په توګه دوحې ته تللی خو دومره تر اغېز لاندې راغلی وو، چې ښايي په خپلو کړو خبرو چې څه يې ويلي اوس دې هم پوه نه شي.
۵- نومړي د اغېزناکو او مشهورو سياسي څېرو په ډول د وخت د کمښت وويل، خو وېډیو کې داسې ښکارېده چې د هوټل په تالار کې بې منزله قدم وهي او ننداره کوي.
د نومړي پلار جنرال دوستم، چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د واک په تازه وېش کې ورته مارشالي هم ورسیده ورته کړه وړه لري. زده کړې يې تر لومړنۍ ښوونځي، په خبرو نه تمرکز، په پښتو ژبه د خبرو کولو ستونزه، د مالومات کموالی او نور.....
باتور دوستم ته تېره ورځ ډېرو پر ټولنیزو رسنیو ولیکل، چې نن دې دا ثابته کړه چې په ریښتیا د خپل پلار زوی يې!
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200913_160543_141.sdoc-->
وروستي