حکومت ته د امريکا ډاډ: هره پرېکړه تاسې سره په مشورې کوو

روهي (یوه نۍ/۲۳ د وږي)، ارګ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال مک کينزي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ويلي دي چې د دوی ټولې پرېکړې به له افغان حکومت سره په سلا کېږي.

ارګ د ياد امریکايي جنرال له خولې لیکلي دي، چې د سفر موخه مې دا وه، چې د افغان حکومت، خلکو او افغان امنیتي ځواکونو څخه د امريکا متحدو ايالتو حکومت ملاتړ بیا په ډاګه کړي.

کابل ته د امريکا د دغه لوړپوړي پوځي چارواکي سفر په داسې وخت کې کيږي، چې تېره ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې پیل شوې. 

د پيل په یادو مراسمو کې د نورو بهرنيو هېوادونو له استازو وراېخو، د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغان روغې جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم شتون درلود.