جمهوري غوښتونکو د امريکې د کانګرس مشري بيا ترلاسه کړه

پرون د امريکې په کانګرس کې د استازو د مجلس مشري په رسمي توګه جمهوري غوښتونکي سناتور جان بوهنر له دموکراتې سناتورې ننسي پېلوسي څخه ترلاسه کړه. د استازو د مجلس لپاره په منځمهاله ټاکنو کې دموکراتانو سخته ماته وخوړه او له 435 څوکيو څخه يې يوازې 193 څوکۍ ترلاسه کړې او جمهوري غوښتونکو بيا 242 څوکۍ ترلاسه کړی دي. په دې توګه به تر دې وروسته د اوباما لپاره ډېره سخته وي، چې د جمهوري غوښتونکو له خوښې پرته کومه لايحه او قانون تصويب کړي.