د باراک اوباما وياند استعفا کوي

د باراک اوباما وياند رابرټ ګېبس ويلي، چې دی به د راتلونکي فبروري مياشتې په پيل کې له خپلې دندې استعفا وکړې او په سپينه ماڼۍ کې به خپل کار پرېږدي. رابرټ ګېبس باراک اوباما ته نږدې سړی و او په سپينه ماڼۍ کې يې مهم رول درلود. ده نه دي ويلي، چې د استعفا لامل يې څه دی.