د خوست ولايت په سپېره ولسوالۍ كې د ځايي قومي مشرانو شورا جوړه شوه

 د خوست ولايت په سپېره ولسوالۍ كې د ځايي قومي مشرانو څلويښت كسيزه شورا جوړه شوه، ځايي چارواكي واكي وايي چې دغه شورا به د ولسوالۍد پرمختګ اوبيارغونې په برخه كې مهم رول ولري، او دغه شورا به په سيمه كې د شخړو هوارۍ كوي او نورې چارې به څاري اود مشكلاتو پروخت به له دولت سره همكاري كوي.
هغه غونډه چې په همدې موخه د خوست د سپېرې ولسوالۍ په انګړكې جوړه شوې وه، د دغې ولسوالۍ قومي مشرانواوځوانانوپكې ګډون كړى و، د همدې ولسوالۍ مېشتواوو قومونوخپل، خپل نماينده ګان د ولسوالۍ چارواكوته ور وپيژندل، د سپېرې ولسوال محمدعظيم وايي چې په شورا كې به څلويښت كسان وي او مهمې دندې به يې دا وي چې د دوى په مرسته به په سيمه كې شخړې هواريږي، او د بيارغونې او نورې پروژې پلي كيږي او همدغه شورا به د پروژو چارې له نږدې څاري او او له دولت سره به په ځينو وختونوكې د ستونزو پرمهال مرسته كوي.
د ياده ولوده چې له دې وړاندې د خوست په ټنيو، نادرشاه كوټ، دوه منده اوځاځيمدان ولسواليوكې  هم ورته شوراګانې جوړې شوې او دا دى اوس د سپېرې په ولسوالۍ كې هم د قومي مشرانو څلويښت  كسيزه شورا جوړه شوه.  څو ورځې وړاندې د همدې سپېرې ولسوالۍ په يوه غرنۍاوسرحدي سيمه كې ناټواوملي اردو ځواكونه له يوه مركز نه ووتل، او هغه مهال خوست چارواكووويل چې دغه سرتيري به د امنيت په موخه د سپېرې ولسوالۍ مركزته وليږل شي.