له خلکو د پيسو غوښتنه په کې شوې؛ د نرېندرا مودي د ټوېټر حساب غلا شوی

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د سلواغې)، ټوېټر په يوې خبرپاڼې کې منلې ده چې د هندوستان د لومړي وزير نرېندرا مودي د ټوېټر شخصي حساب چې نېږدې دوه نيم مېلېونه فالورز لري، هک شوی دی.

ويل کيږي چې هاکرانو د مودي په ټوېټر پاڼې پرله پسې ټوېټونه کړي او له خلکو يې غوښتي دي چې د رمزي پيسو له لارې مرسته وکړي او فنډ يې کړي.

تر اوسه د مودي دفتر په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. له دې وړاندې په جولای مياشت کې هم د نړۍ د يو شمېر مشهورو څېرو اکونټونه هک شوي وو.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200903_113641_313.sdoc-->