تاسو دا خواص لری؟ نو تاسو نابغه یی

تاسو دا خواص لری؟ نو تاسو نابغه یی
د انسان نابغه توب په عملي، علمي، هنري، سیاست، فیزیکي او د بېلابېلو اړخونو له پلوه کېدای شي. کوم خلک چې آی. کیو یا ذهني ظرفیت یې د ۱۴۰ څخه بره وي. داسې نور خواص هم لري چې په لاندې توګه یې بیانوم.
ـ نوښتګر وي، کوم ماشوم یا انسان چې د ژوند په بېلابېلو چارو کې د نوښتګري خواص ولري. دا نوښتګري کېدای شي د ژوند په اړه پرېکړه نیول، خټګري کې خاص مهارت، ریاضي، دیزاین او د ژوند هر ډول برخو کې یو خاص مهارت او نوښتګري د نابغه کېدو نښانه ګڼل کېږي.
ـ د یو بېل سوچ لرل، د ټولنې څخه یو بېل او مثبت سوچ لرل د نابغه کېدو یوه بل علامت دی.
ـ یو ښه اورېدوونکی،  هر ډول مسلې په صبر سره اوري او په هر ډول شرایطو کې یو ښه اورېدوونکی وي. د اورېدلو له مهارت څخه د زده کړو له پاره ګټه اخېستل.
ـ د ټولنیزو اړیکو لږوالۍ، نابغه د خلکو سره په وسیع ډول اړیکه نه ساتي او د خلکو  جمیعت یې په شاوخوا کې لږ وي. د ډېرو خبرو کولو نه ډډه کويږ
ـ د لږ خوب لرل، نابغه خلک ډېر خوښوي چې د شپې له خوا مطالعه وکړي، د سهار له خوا وختې پاڅېدل او د ورزش سره مینه لرل.

د ورته خواصو په شان د   تخیل وړتیا، آزاد اوسېدل، د تېر وخت او چارو هېرول او په پایله کې د مسایلو په اړه کنجکاوېدل.