د مارشال فهيم د وژنې هڅه شنډ شوه

د افغانستان د امنيت رياست وياند لطف الله مشعل وايي، چې امنيتي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د وسله والو مخالفينو دوې ترهګريزې هڅې شنډې کړې دي. مشعل وايي، چې دوی څو ورځې وړاندې د ترهګرو پنځه تنه چې هڅه يې کوله د مارشال فهيم پر کور بمي بريد وکړي نيولي دي. د ده په وينا دغو کسانو د حقاني له ډلې او القاعده سره اړيکي درلودل. مشعل زياتوي ، چې په يوه بله هڅه کې ترهګرو غوښتل د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره څېرمه بمي بريد وکړي چې هغه هم شنډه شوه. د يادونې وړ ده چې پرون د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د ماليې وزارت مخې ته په يوه چاودنه کې يو پوليس ووژل شو