سويډن کې کیڼ اړخه افراطيانو تېره ورځ سپيڅلی قرآن کريم وسوځولو 

روهي (نۍ/۸ د وږي)، د سويډن په مالمو ښار کې تېره ورځ يو شمېر کيڼ اړخه افراطي ډولو سپيڅلي قرآن کريم کريم ته په يوې عامې ناستې کې اور ورکړی. د قرآن کريم سوځولو وروسته د سويډن په مالمو ښار کې پراخه لاريونونه شوي دي. 

مسلمانو لاريون کوونکي د قرآن کريم سوځولو ته قهرجن غبرګون ښوودلی، سړکونو ته وتي، يو شمېر موټر يې سوځولي او پوليسو سره لاس او ګريوان شوي دي. 

هغه کسانو چې سپيڅلي قران کريم ته يې اور کړی، د افراطي کیڼ اړخي ډنمارکي سیاستوال راسمس پلودن پلاويان وو. پوليسو تېره ورځ راسمس پلودن ته اجازه ورنه کړه چې سودان هېواد ته دننه شي. هغه له سويډن د دوه کالونو لپاره شړل شوی دی. 

د بي بي سي د خبر اړوند راسمس  د کډوالۍ ضد افراطي کیڼ اړخه ګوندي مشري کوي چې مخکې یې اسلام ته سپکاوی کړی او قران کریم سوځولو پېښو کې ښکېل و.