جرمني: که څوګ ماسک وانه غوندي نو پنځوس يورو جرېمه کيږي 

روهي (نۍ/۸ د وږي)، د کرونا ويروس څخه د مخنېوي لپاره د جرمني حکومت ماسک اغوستل جبري کړي دي. حکومت هغه کسانو ته چې ماسک نه اغوندي پنځوس يورو جرېمه ټاکلې ده. 

د انګيلا ميرکل په مشرۍ د جرمني حکومت او د جرمني ۱۶ ايالتي حکومتونو دوه ورځې وړاندې دغه پرېکړه کړې ده. 

له دغو خبرو اترو څخه هدف داوو چي په ايالتونو کي بيلابيلو مقرراتو ته په کتو سره د مثال په ډول په لويو غونډو او شخصي مراسمو کي د ماسک اغوستلو او تست کولو په هکله واحد مقررات رامنځته سي.

که څه هم نړۍ کې تر يو بريده کرونا ويروس مهار شوی دی خو نړۍ کې بيا هم د دغه ويروس د لا خپرېدو او دويمې څپې ويرې پر ځای پاتې دي.