روهي (نۍ/۸ د وږي)، د پاکستان په کراچۍ ښار کې زيات بارانونه شوي دي چې د سېلابونو رامنځ ته کېدو لامل ګرځېدلې دي. ځايي مسوولين وايي چې دغه سېلابونو تر اوسه د ۲۰ کسانو ژوند اخېستی دی.
کراچۍ کې له تېرو پنځو ورځو راهېسې بارانونه کيږي او ځينو سېمو کې د باران د اورښت کچه ۷۰ سانتي مترو ته رسېدلې ده. دغه بارانونو مالي زيانونه هم پېښه کړې دي.
د يادونې ده چې له تېرې يوې اوونۍ راهېسې افغانستان کې هم سخت بارانونه کيږي چې سېلابونو يې لسګونه کسان وژلي او ټپيان کړي دي.
وروستي