63 په سلو کې جرمنان له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو غوښتنه کوي

د هغه نوې سروې له مخې چې د جرمني د مشهورې مجلې(شترن) له خوا ترسره شوې، د جرمني 63 په سلو کې خلک غواړي چې له افغانستان څخه د دوی د پوځيانو د ايستلو لپاره يوه مشخصه نېټه وټاکل شي او يوازې 32 په سلو پوښتل شويو خلکو کې ويلي چې دغه ځواکونه بايد په افغانستان کې د امنيتي وضعيت تر ښه کېدو پورې پاتې شي. د جرمني حکومت مخالف ګوندونه لکه سوسيال دموکراتان او د شنو ګوند هم له افغانستان څخه په 2011 کال کې د خپلو ځواکونو د ايستلو غږ کړی او سوسيال دموکراتانو ويلي، چې که چېرې د 2011 کال ترپايه د ايستلو نېټه په نښه نه شي ، دوی به په روانه مياشت کې په افغانستان کې پوځي مېشن ته رايه ورنکړي.