د مصر په سکندريه ښار کې ځانمرګی ښايي پاکستانی يا افغان وي

د مصر پوليس وايي، چې دوی داسې نښې پيدا کړي چې ښايي د مصر په سکندريه ښار کې پر يوې کليسا ځانمرګی بريد کوونکی پاکستانی او يا هم افغان وي. دوی وايي ، چې د ځانمرګي بريد په سيمه کې د نورو مړو په منځ کې دوی د داسې کس پاتې شوني ميندلي، چې نښې يې د پاکستان او يا هم افغانستان وګړو ته ورته دي. پوليسو همداراز د پېښې په تړاو يو ټپي شکمن کس هم نيولی دی. په سکندريه ښار کې د ځانمرګي بريد له امله په لسګونو کسان مړه او ټپيان شول ، چې د نړۍ د ډېرو هېوادو له خوا دا بريد سخت محکوم شو.