د افغانستان د بيارغاونې څارونکي خپل دوه مرستيالان له دندې ګوښه کړل

تر هغې وروسته چې د امريکې کانګرس د افغانستان د بيا رغاونې د چارو پر څارونکې ادارې سختې نيوکې وکړې او دغه اداره يې تورنه کړه ، چې په افغانستان کې يې د ميليارد ونو ډالرو د ضايع کېدو مخه نه ده نيولې ، د نوموړې ادارې مشر ارنولډ فيلډ د حسابي تصفيو او څېړنو په برخو کې خپل دوه مرستيالان له دندې ګوښه کړل.د امريکې حکومت د افغانستان د بيا رغاونې په چارو کې 56 ميليارد ډالره لګولي ، خو اوس ثابته شوې چې ميلياردونه ډالره ضايع شوي او د فساد له لارې شخصي جيبونو ته تللي.