ولسمشر غني: د جګړې او تاوتریخوالي پر دوام د طالبانو ډلې ټینګار د سولې فرصتونه له خنډونو سره مخ کوي

روهي (څلورنۍ/۵ د وږي)، ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په نشر سره دوه ورځې وړاندې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان پوځ کمانډو ځواکونو پر يو واحد شوی موټربم بريد غاندلی دی. 

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "طالبانو د دوحې د هوکړې خلاف پر لویو ښارونو بریدونه زیات کړي دي. د جګړې او تاوتریخوالي پر دوام د طالبانو ډلې ټینګار د سولې فرصتونه له خنډونو سره مخ کوي."

ولسمشر غني پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې او افغان وژنې لاس واخلي. اوربند دې ومني او د افغانستان حکومت سره دې مخامخ مذاکرات پیل کړي، ځکه د جنایتونو او تاوتریخوالي له لارې د ولس له کرکې او نفرت مه واره، هېڅ هم نشي ترلاسه کولی.

بلخ کې د تېرې ورځې بريد کې د يو افغان کمانډو په شمول يو شمېر ولسي وګړي هم ووژل شول، خو طالبان بيا لسګونه افغان کمانډو ځواکونو ته د تلفاتو خبره کوي.