احمدضيا مسعود: د امريکايانو په وتلو سره به زمونږ او طالبانو  ترمنځ خونړۍ جګړه پيل شي 

روهي (نۍ/۱ د وږي)، د احمد شاه مسعود ورور احمد ضيا مسعود وايي چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو په بشپړ وتلو سره به خونړۍ جګړه پيل شي او بيه يې افغان ولس ورکوي. 

مسعود ادعا کوي چې طالبان د قدرت د بشپړ اخېستلو پلان لري، ټاکنې نه کوي او په دې اساس به افغانستان کې يو بې مخينې خونړۍ جګړه د طالبانو او د طالبانو د مخالفو کسانو ترمنځ پيل شي. 

نوموړي پر افغان حکومت نيوکه کړې ده او ويلي دي چې د سولې لپاره اراده نه لري. مسعود پر خپلې فېسبوک پاڼې د مصالحې عالي شورا هم تر نيوکې لاندې کړي او ليکلي دي چې ياده شورا نه صلاحيت لري او نه هم د سولې لپاره کومه طرحه. 

د يادونې ده چې احمد ضيا مسعود په سياسي ډول منزوي شوی دی او اوس مهال هم د خپل ټاکنيزې ډلې او او د افغان حکومت سره په سياسي مخالفت کې دی.