ملي دفاع وزارت: د کندز- خان اباد پر لویه لار ۳۸ طالبان وژل شوي 

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د هېواد ملي دفاع وزارت ويلي دي چې  د کندز- خان اباد پر لویه لار يې ۳۸ طالبان وژلي دي. له سيمې راپورونه وايي چې پر لار جګړه روانه ده او د تګ - راتګ پر مخ تړل شوې ده. 

"افغان ملي دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي،او پراخې ساحې له طالبانو څخه پاکې کړې او د پرسونل ضد ماینونه یې هم له منځه یووړل."

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري هم له تیرې یوې اونۍ راپه دیخوا د عملیاتو یادونه کوي او وايي چې د دغې لارې په اوږدو کې طالبانو غوښتل له موټرو باج واخلي او امنیتي پوستې له منځه یوسي.

نوموړي زياته کړې، "د کندز- خان اباد تر منځ غځیدلې لار باندې وسله والو طالبانو تالاشۍ کولې او څو ځل یې د بدخشان اوسیدونکي په دې تور چې په امنیتي ځواکونو کې دندې لري له موټرو کوز کړي وو."