​​​​​​​تر کوره رارسېدلې سوله به څوک له دروازې ګرځوي؟

 
جګړه،سنګرنيونه،توند غبرګونونه،ستر ګواښونه او دمقابلو لوريو تر منځ د هر ډول ترخو او بدو خبرو تبادله د سولې،امن او ټيکاو پر مخ تر بل هرڅه لوی خنډونه کېدای شي.
 
د افغانستان د ښکېلو يا مخالفو  ډلو ترمنځ چې په لويه کچه د حکومت او طالبانو په معنی دي نن همدا زشت اعمال اواقوال دي چې سوله زموږ کورونو ته له را ننوتلو څخه منع کوي او بيا په داسې حال کې چې بېخي مو د انګړ او خونو تر دروازو را رسېدلې ده.
زه دامنم چې زموږ دغه دواړه لوري د بهرنيو هېوادونو او نظامونو له اوامرو او جوړو شويو او ورکړل شويو پلانونو څخه په پوره معنی اغېز من دي خو دلته ددوی مسؤولیت او فزيکي شتون بيا په څه معنی کېدای شي چې د یوه هېواد په توګه يې د نړۍ په کُره او نقشه کې ځای اشغال کړی دی.
د نړيوالو او ديپلوماتيکو اصولو له مخې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو اړيکې،ګټې او زيانونه بايد په نظر کې ونيول شي چې داد يوه حکومت لپاره تر ټولو غوره اصل دی خو په دومره لويه پيمانه هم نه چې خپل ولس او رائيت د بل تر قدمنو لاندې وغورځوې او دقصاب چاړه هم خپله لاس کې ورکړې.
له پخوانيو يې تېرېږو خو له دوه لسيزو را پدېخوا موږ په هغې سولې او امن پسې ګرځو چې زموږ تش په نوم نړيوالو همکارانو راڅخه په لوی لاس تروړلې ده.
سوال دا دی که چېرې نړيوال او زموږ خواخوږي هېوادونه ددې لپاره دلته راغلي وي چې واقعاً موږ افغانان له هر ډول ستونزو سره مخ یو او دوی موورڅخه خلاصوي او تل پاتې نجات ورڅخه راکوي او د همدې لپاره يې دلته په ميلياردونو ډالر پانګونه کړې وي،زرګونه تنه پوځيان يې له لاسه ورکړي وي او خپل خوږ ژوند يې زموږ لپاره تريخ کړی وي نو بيا ولې زموږ په ژوند کې ورځ تر بلې لا ستونزې کرل کېږي،ولې موږ هره ورځ خپل لسګونه ځوانان له لاسه ورکوو،ولې هره ورځ د خپلو کنډرو کونو د پاتې دېوالونو د نړېدلو شاهدان پاتې کېږو؟
زه فکر کوم که چېرې یو څوک خپل لاسونه په غوړیو کې ونه ګوري د بل د ګټو لپآره هېڅکله هم دومره لوی خطرات په غاړه نه اخلي، موږ ټول شاهدان يو چې کله هم په افغانستان کې په دومره لويه پيمانه ګډوډۍ نه وې راغلې آن هغه وخت لا نه وې راغلې چې کله شاه غازي امان الله خان ملا وتړله او له پردي استعمار څخه د تل لپاره د خلاصون لپاره يې دازادۍ غږ پورته کړ.
نن په سپينه ورځ په ښکاره ميدان کې یو څوک ترور کېږي،د یو چا کور لوټل کېږي عزت يې پایمال کېږي او له ژوند سره يې حیواني لوبې کيږي خو څوک نه وي چې حتی يوه پوښتنه يې وکړي،په داسې حال کې چې زموږ د خپل نظام،حکومت،دولت او هرڅه له شتون سره سره نړيوالو سره په شويو تړونونو کې زموږ پر خلاف د قدم اوچتېدو په مخالفت کې به تړون کوونکی هېواد میدان ته را دانګې او دفاع به کوي خو چېرې او دا هرحه به کله کېږي؟
که چېرې دا ټولې بې بندوبارۍ همداسې جريان پيدا کوي نو بيا حکومت او نظام په څه معنی،دلته د حکومت او حکومتوالو مسؤوليتونه څه دي؟
نن د سولې خبرې وروستيو پړاونو ته رسېدلې دي،نږدې ده چې دواړه لوري سره کېني، د ټولو بنديانو په خوشې کولو د لويې جرګې پر مټ سلا وشوه خو نن پکې فرانسه بېل تبي کوي، امريکا پکې بيل تبي کوي او نور پکې بېل.
که چېرې دا سوله د فرانسې او نورو لپاره شوې وي او بنديان د هغوی په خوښه نیول کېږي او خوشې کېږي معنی دا چی دلته د فرانسې حکومت دی،که دليل دا وي چې په بنديانو کې داسې څوک هم شته چې په افغانستان کې يې فرانسويانو ته زيان اړولی دی نو فرانسه اوس د افغان سولې خنډ جوړېږي که هو نو دوی افغانستان ته د څه لپاره راغلي وو،ددې لپاره چې دلته بل شوی اور ووژني یا يې په لمبو نور تېل هم و پاشي؟
همدارنګه ښکاري داد امریکا حکومت دی،پرون مې واورېدل چې د ټرمپ حکومت وايي چې په امریکا کې تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته دې بين الافغاني مذاکرات پيل شي،جالبه ده د افغانستان يې د امريکا له ټاکنو سره څه او بل دا چې بیا د امریکا دومره ځان ښه خودل په څه معنی چې د افغان سولې لپاره يې ښيي؟
موږ په خپله خاوره او کورونو کې ډوډۍ او اوبو ته اړتيا نه لرو خو سولې او امنیت ته يې لرو،ولې زموږ مشران یوه هڅه هم له زړه څخه نه کوي،ولې ددې هېواد او ولس په وجود سوداګري کوي اخر له خدایه دې وډار شي.
د حکومت په مشرانو او مخالفو ښکېلو غاړو غږ کوم چې د خدای پار دی نور لږ ګرېوان کې سر ښکته کړئ،لږ له خدای څخه حيا وکړئ پرږدئ چې دا ولسونه یوڅه دارام ساه واخلي،پوره شل کاله د سولې په نامه امتيازات اخلئ خو دا وګړي بيا هم د سولې په نامه پسې ړانده شول ،درپه دره ګرځي.
نور خو درڅخه لار ورکه شوه بالاخره مو مشورې په خاطر د هېواد له ګوټ ګوټ څخه استازي را وغوښتل او لويه جرګه مو جوړه کړه ،تاوانونه مو وکړل هر ډول خطرات مو په سر واخستل اوس چې کله جرګې ددې هېواد او خلکو دخير او فلاح لپاره د پاتې بندیانو د خوشې کولو مشوره درکړه اوتاسې يې د پرېښودلو فرمان هم لاسلیک کړ، نو بيا يې بايد عملي کړئ،که چېرې سوله یواځې د دغو څلور سوه کسانو په خوشې کولو سره راځي نو ولې يې مخالفت کوئ.
که چېرې تاسې وېرېږئ چې دغه خلک به بيا د جګړو ډګرونو ته مخه وکړي او ستاسې خوبونه به ارام کړي نو څه ډاډ لرئ چې هغه تېر څلور زره او شپږ سوه به دومره ښه خلک جوړ شي چې مسواکونه او سيپاري به پلوري او د مسجدونو مخو ته به کېني.
نور ددغو مظلونو هېوادوالو او کنډو يتيمانو له خېراو ووېرېږئ، د قیامت له ورځې ووېرېږئ او د هغه ابدي ژوند په خطر کې اچولو له وېرې د سولې او  امن مخالفت دواړه لوري مه کوئ،دواړه لوري سولې ته زړه ښه کړئ،نور د پردیو له غلامۍ او مرئيتو څخه لاس واخلئ او د انسانيت او شرافت ژوند په خپله خاوره کې په خپله خوښه پيل کړئ او د ځان لپآره دا کار مه کوي د خپل هېواد لپاره يې وکړئ د خپلو مظلونو ولسونو لپاره  يې وکړئ.
په يوه او بله بهانه دغه لويه پروسه مه ناکاموئ، نور پرېږدئ چې دا ژوند مو را جوړ شي،دواړه لوري راشئ او د ورونو په شان په یوه ټغر سره را ټول شئ او په سوله او خوښئ چې پاتې ژوند ته ادامه ورکړئ او اجازه ورکړئ چې تر انګړه را رسېدلې سوله انګړ اوخونو ته ننوځي.