د پوځ لوی درستيز: ولس دې ډاډه وسئ؛ افغان ځواکونه په خپلواکه توګه د هېواد د ځمکنی بشپړتيا د ساتلو وړتیا لري 

روهي (دوه نۍ/۲۷ د زمري)، د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستيز ستر جنرال ياسين ضيا کندهار ولايت ته تللی او په سپين بولدک ولسوالۍ کې يې د افغان ځواکونو د پوځي تمرينونو لېدنه وکړه. 

ياسين ضيا ويلي، " افغانان دی ډاډمن اوسی چی دهیواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه  په خپلوا که توګه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع او ساتنه کولی شی."

کندهار کې  پوځي عملياتو کې ځمکني کماندو ځواکونو، ضربتی ځواکونو، سرحدي ځواکونو او هوایی ځواکونو برخه اخیستې وه او د خپلو سپکو او درنو وسلو په کارولو سره یې خپل ځواک او وړتیاوې وښوودلې. 

افغان ځواکونو، ګوشتې ولسوالۍ او د پکتیا د ځاځیو ولسو الیو د تطبیقاتو وروسته ملی امنیتی او دفاعی ځواکو نو دسپین بولدک  د ډیورنډ کرښې ته څېرمه (د پاکستان د راکټی برید د شهیدانو) تر عنوان لاندی  لوی نظامي تطبیقات تر سره کړل.